TOOSnews
اعلان
سرچينې: د ننګرهار پنځه ځوانان د افغانستان او ايران په پوله کې وژل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

سرچينې: د ننګرهار پنځه ځوانان د افغانستان او ايران په پوله کې وژل شوي دي.

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، د دې ولایت پنځه ځوانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د ایراني سرحدي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو پنځو ځوانانو د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۱مه، د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ کې په ګډه ترسره شول.

سرچینو د وژل شویو کسانو نومونه امجد، اسرار، وحدت، لیاقت او غلام‌نبي یاد کړي دي. هغوی د ننګرهار د نازیانو، اچین او غني‌خېلو ولسوالیو اوسېدونکي وو.

د سرچینو په خبره، د دغو پنځو ځوانانو جسدونه پرون د ابریشم بندر له لارې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته لېږدول شوي وو.

سرچینې وایي، دا ټول ځوانان له ۲۰ کلونو کم عمره وو، تر دولسم ټولګي پورې یې زده کړې وې او شاوخوا یوه میاشت مخکې یې د کار موندلو او د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره افغانستان پرېښی و.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د ایران د ویزو د ورکړې بهیر د درېدلو له امله، دغو کسانو هڅه کوله چې له ناقانونه لارې ایران ته دننه شي.

ځايي سرچینو ادعا کړې چې ایراني سرحدي ځواکونو پر دغو ځوانانو او د هغوی پر ملګرو ډزې کړي، چې په پایله کې یې ټول پنځه کسان وژل شوي دي. ایراني چارواکو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

همدارنګه، پرون د فاریاب ولایت د یوه ۱۹ کلن ځوان جسد هم د اسلام‌کلا له پولې افغانستان ته ولېږدول شو. د سرچینو په وینا، دغه ځوان چې «امید» نومېده، ترکیې ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.

سرچینې ادعا کوي چې نوموړی د ترکي سرحدي ځواکونو د شکنجې له امله وژل شوی او د هغه درې نور ملګري هم د لاسونو او پسلیو د ماتېدو له امله ټپیان شوي دي. ترکي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان ګڼ شمېر وګړي د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او بېوزلۍ له امله د کار موندلو په موخه ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته د تګ هڅه کوي. د دغو کډوالیو یوه برخه د ناقانونه لارو ترسره کېږي، چې له ځان سره د مرګ او سختو جسمي زیانونو په ګډون جدي خطرونه لري.

تېره اوونۍ، بي‌بي‌سي هم په یوه څېړنیز راپور کې، د ۱۱ افغان کډوالو له خبرو وروسته، راپور ورکړی و چې دغو کسانو ادعا کړې، د ترکیې له پولې د اوښتو پر مهال د ترکي سرحدي ځواکونو د شکنجې له امله یې د بدن یو یا څو غړي له لاسه ورکړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.