سرچینې وایي چې ملا جان محمد مدني، د هبتالله اخندزاده مشاور، د رشوت د قضیې له مخې د نیولو وروسته، د قندهار د علماوو د شورا په ضمانت د طالبانو د استخباراتو له زندانه خوشې شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې اوس د مدني قضیه د هبتالله د دفتر له خوا څېړل کېږي او د هغه خوشې کېدل مشروط دي.
سرچینو ویلي، د مدني د خوشې کولو وړاندیز او ضمانت د هبتالله د دفتر له خوا منل شوی او هغه دوه ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له زندانه خپل کور ته راستون شوی دی.
سرچینو زیاته کړې چې د مدني د خوشې کېدو شرط دا دی چې هغه د رشوت د تور په اړه هبتالله د دفتر ته وضاحت ورکړي او د خپل برائت لپاره د دفتر قناعت ترلاسه کړي.
سرچینو وویل که مدني و نه شي کولای له ځان څخه دفاع وکړي او تور پرې پاتې شي، نو بیا به زندان ته ولېږل شي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې ملا جان محمد مدني به د هبتالله اخندزاده د مشاور په توګه پاتې شي که له دې دندې لرې شي.
سرچینو مخکې ویلي و چې ملا جان محمد مدني د غویي په ۱۶ مه د طالبانو د استخباراتو له خوا په قندهار کې ونیول شو.
سرچینې زیاتوي چې هغه د قطر د مذاکراتو د ټیم غړی، د قندهار د دارالفتوا غړی او د هبتالله اخندزاده سلاکار دی.
سرچینو ویلي و چې مدني د یوه قتل د قضیې له یوې خوا ۸۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت اخیستو په تور ونیول شوی و.
ملا جان محمد مدني د هبتالله اخندزاده له نږدې کسانو او سلاکارانو څخه دی او د نورو ډېرو کسانو په پرتله، د ده سره د لیدو لپاره ډیر فرصتونه لري.
سرچینې زیاتوي چې مدني په قندهار ښار کې یوه مدرسه لري او سلګونه زدهکوونکي لري، او په مهمو مسایلو کې هبتالله اخندزاده ته مشورې ورکوي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








