TOOSnews
اعلان
سرچینې: طالبانو د یکشنبې په ورځ د هرات په جبرئیل سیمه کې ۸ نورې ښځې هم نیولې دي.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې: طالبانو د یکشنبې په ورځ د هرات په جبرئیل سیمه کې ۸ نورې ښځې هم نیولې دي.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو د نیولو لړۍ د یکشنبې په ورځ هم دوام درلود او د طالبانو ځواکونو د ښار د جبرئیل سیمې څخه اته ښځې نیولې دي. د سرچینو په وینا، دغه نیونې د هغو اقداماتو په دوام ترسره شوي چې طالبان یې د خپلې خوښې د حجاب د مراعاتولو له موضوع سره تړي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو یو شمېر ځواکونه، چې څو ښځینه مامورې هم پکې شاملې وې، د جبرئیل بازار په یوه ګڼه‌ګوڼه لرونکې برخه کې ځای پر ځای شوي وو او اته ځوانې ښځې یې ونیولې. د شاهدانو په خبره، نیول شوې ښځې وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوې دي.

شاهدان همدارنګه وایي چې د دوی له نظره، نیول شوو ښځو بشپړ حجاب درلود. خو تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې پېښې د جزییاتو او د دغو کسانو د نیولو د دقیق علت په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د هرات د اوسېدونکو په وینا، د ښځو د نیولو عملیات د شنبې په ورځ پیل شوي وو او په لومړۍ ورځ لسګونه ځوانې ښځې د ښار له بېلابېلو سیمو، بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او ګڼې‌ګوڼې لرونکو سړکونو څخه نیول شوې وې.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې د ښځو د پوښښ او په عامه ځایونو کې د هغوی د حضور اړوند محدودیتونه لا هم د بشري حقونو د بنسټونو او مدني فعالانو د اندېښنو او بحث مهمه موضوع بلل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.