د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، له کمزورو سیاسي ډلو سره هېڅوک جدي خبرې نه کوي او که خبرې ورسره وشي، یوازې د تسلیمېدو او بېقیدوشرطه بیعت پر سر به وي.
سپنتا د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې، د دې ډلې پر وړاندې پر مدني، سیاسي او نورو مبارزو ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د خلاصون «یوازینۍ رښتینې وسیله» بللې ده.
هغه ویلي، د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشت د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ارتجاع د بریا لومړنۍ بېلګه نه ده، خو د ده په باور، د ویجاړوونکو او اوږدمهاله تمدني اغېزو له پلوه بېسارې ده.
سپنتا ټینګار کړی چې طالبان خپلو «ویجاړوونکو اصولو» ته ژمن پاتې دي او په خبره یې، «تضرع» نه ولسي حکومت او ازادي راولي او نه عدالت او برابري.
د سپنتا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په وروستیو کې له بيبيسي سره په مرکه کې له مخالفانو سره د هر ډول مذاکرې اړتیا رد کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ دی.
سپنتا په خپل پیغام کې د افغانستان د ښځو او نارینهوو پر مدني او سیاسي مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد داسې عادلانه، قانونمند او د خلکو په ازاده اراده ولاړ سیاسي نظام ته اړتیا لري چې ټول وګړي پکې په سوله، امنیت او برابرۍ کې ژوند وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








