خبریال سید سلیمان اشنا ویلي، طالبان افغانان نه، بلکې یوازې پښتانه ګڼي او د افغانستان له ټولو وګړو سره د «افغان» د سیاسي ـ ټولنیز هویت تړاو نه مني.
نوموړي په اېکس کې په خپره کړې لیکنه کې استدلال کړی، چې د پخواني اساسي قانون د څلورمې مادې له مخې «افغان» یو ګډ سیاسي ـ ټولنیز هویت و، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته د اساسي قانون په لغوه کېدو سره دغه حقوقي او ملي بنسټ هم زیانمن شوی دی.
د اشنا په وینا، «افغان» هغه مهال قانوني او سیاسي معنا لرلای شي چې یو معتبر اساسي قانون نافذ وي او د هېواد ټول اتباع د یوه ګډ ملي تړون تر چتر لاندې تعریف شي.
هغه ټینګار کړی، تر هغو چې د افغانستان ملي ارزښتونه او ګټې په یوه نوي او معتبر حقوقي چوکاټ کې تعریف او توشیح نه شي، هېڅ وګړي ته د «افغان» قانوني ـ سیاسي هویت نه شي منسوبېدای.
اشنا همداراز ادعا کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته «یوازې یو قوم پر واک حاکم شوی» او د ګډ ملي هویت چتر کمزوری شوی، ځکه اوس د وګړو پېژندنه تر ډېره د قومي نسبتونو پر بنسټ ترسره کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








