TOOSnews
اعلان
سوات جرګه: د امنيتي كمزورۍ له امله وسله والې ډلې بيا ځواكمنې شوي.
نړۍټوس نیوز

سوات جرګه: د امنيتي كمزورۍ له امله وسله والې ډلې بيا ځواكمنې شوي.

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پښتونخوا د سوات په سیمه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازو په یوه ګډه جرګه کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د وسله والو د بیا راڅرګندېدو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ګډونوالو ادعا کړې، په غرنیو سیمو کې د وسله والو شتون په اړه باوري او تایید شوي معلومات لري. د دوی په وینا، دغه وضعیت د سیمې د خلکو لپاره د جدي ګواښ لامل ګرځېدلی دی.

د جرګې په جریان کې د سیمه‌ییز فعال ممتاز علي خان د کورنۍ د ګواښونو موضوع هم یاده شوه او ویل شوي چې د هغه کورنۍ له سختو فشارونو او احتمالي خطرونو سره مخ ده.

همداراز د ټرانسپورټي سکتور له یوه مطرح څېره افضل ګوجر پر کورنۍ وروستی برید هم یاد شو، چې پکې د راپورونو له مخې د هغه زوی، وراره او ساتونکی وژل شوي دي.

د جرګې ګډونوالو پر ځینو امنیتي ادارو هم نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د وخت پر وړاندې کمزوری غبرګون او بې پروايي د دې لامل شوې چې وسله والې ډلې یو ځل بیا خپل فعالیتونه پراخ کړي او د خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.