د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان ویلي، په افغانستان کې د مشروع او ټولګډونه حکومت د نشتوالي له امله د افغان ولس دفاع نه کېږي.
تادین خان پاکستان د افغانستان یو پخوانی دښمن بللی او طالبان یې پر افغان خاوره د اسلاماباد د وروستیو بریدونو مسوول ګڼلي دي.
هغه پر کونړ او هلمند د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي، دغه بریدونه د طالبانو د واکمنۍ او د هغوی د بېوسۍ څرګندونه کوي.
نوموړي له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه، د ملکي وګړو وژنه او هغه څه چې نوموړي جنګي جرمونه بللي، په جدي توګه وڅېړي.
لیکوال:سعید سمیر








