TOOSnews
اعلان
بدخشان كې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان پر خلاف د جګړې امر تاج مير جواد وركړى.
افغانستانټوس نیوز

بدخشان كې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان پر خلاف د جګړې امر تاج مير جواد وركړى.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باوري سرچینې وايي، د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو او د ناراضي طالب قوماندان جمعه‌خان فاتح د پلویانو ترمنځ روانه جګړه درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال تاج‌میر جواد په امر پیل شوې ده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د استخباراتو یوې ځانګړې قطعې د تېرې سې‌شنبې په ورځ د تاج‌میر جواد په مستقیمه لارښوونه د جمعه‌خان فاتح پر ځواکونو برید کړی دی.

سرچینې وايي، دغې ځانګړې قطعې ته دنده سپارل شوې وه چې په درواز، نسي او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو اړوند ځایي ځواکونه بې‌وسلې کړي؛ خو دغه اقدام د جمعه‌خان فاتح د ځواکونو او د طالبانو د یو شمېر ځایي کسانو له غبرګون سره مخ شوی او له همدې امله جګړه سې‌شنبې د زمري له ۲۰مې، ماښام راهیسې روانه ده.

د نسي ولسوالۍ ترڅنګ، د بدخشان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د ناامنۍ او د طالبانو د وسله‌والو مخالفو ډلو د خوځښتونو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

حبیب‌الرحمان منصور، چې په فیض‌اباد کې د طالبانو له خوا ښاروال ټاکل شوی و، د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۲مه د مقاومت جبهې د ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو. هغه په دې وروستیو ورځو کې دویم طالب چارواکی دی چې په فیض‌اباد کې وژل کېږي.

سرچینې همداراز وايي، د ازادۍ جبهې اړوند کسان زېباک ولسوالۍ ته څېرمه حضور لري او په دې سیمه کې یې خوځښتونه زیات شوي دي.

ځینې سرچینې اندېښنه څرګندوي چې که روانې نښتې مهار نه‌شي، د بدخشان نورو ولسوالیو ته هم د جګړې او ناامنۍ لمن غځېدای شي. ځايي سرچینو مخکې ویلي وو چې د نسي ولسوالۍ په خوغز، دوابګي، خنیس او ایل‌رمه سیمو کې د جمعه‌خان فاتح اړوند ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

جمعه‌خان فاتح، چې له طالبانو سره اختلاف لري، د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۱مه په یوه غږیز پیغام کې، چې یوه کاپي یې رسنیو ته رسېدلې، له خپلو کسانو او خلکو غوښتي چې له طالبانو سره جګړه پیل کړي.

د سرچینو په وینا، په دغو نښتو کې دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي او جګړه د نسي ولسوالۍ څو سیمو ته غځېدلې ده.

سرچینې دواړو خواوو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبره کوي؛ خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر یې نه‌دی په ډاګه کړی.

په همدې حال کې، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکي د جمعه‌خان فاتح ځواکونو د طالبانو یوه چورلکه نسکوره کړې؛ خو طالبانو ویلي چې یوه چورلکه یې په بدخشان کې د برېښنا له یوې ستنې سره د ټکر له امله زیانمنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د طالبانو چورلکې سیمې ته د خپلو وژل شویو او ټپیانو د لېږد لپاره استول شوي دي. سرچینې وايي، د طالبانو د ځانګړې قطعې د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي لا هم په سیمه کې پراته دي. د دې ادعا په اړه تر اوسه د طالبانو له لوري رسمي او روښانه معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د جګړې له پراخېدو وروسته، د طالبانو مشرتابه له څو ولایتونو څخه زرګونه ځواکونه بدخشان ته استولي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو ځواکونو موخه د جمعه‌خان فاتح د پلویانو ځپل او د هغو ځایي طالبانو بې‌وسلې کول دي چې له خپل مشرتابه سره مخالفت لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.