د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د پروان ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ د فرنجل سیمې «کافر کلا» چې شاوخوا ۳۰۰ کاله له میلاده وړاندې جوړه شوې، د لرغونې تاریخي سیمې په توګه ثبت شوې ده.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۳مه، په اېکس کې ویلي چې د پروان د اطلاعاتو او کلتور رییس څرګنده کړې، کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر په مستحکم او ستراتیژیک موقعیت کې جوړه شوې او ګڼ امنیتي برجونه، یوه لویه د ننوتلو دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري.
د نوموړي په وینا، له دې کلا څخه په خپله زمانه کې د پوځي او دفاعي موخو لپاره ګټه اخیستل کېده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د تاریخي اثارو او سیمو د ساتنې په اړه د طالبانو د مشر فرمان به په بشپړ ډول عملي کړي او د اړتیا وړ تاریخي ځایونو د بیارغونې لپاره به هم هڅې دوام ومومي.
دغه ریاست د پروان له اوسېدونکو هم غوښتي چې د تاریخي ځایونو په پېژندنه، ثبت او ساتنه کې ورسره همکاري وکړي.
بلخوا، د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د «کافر کلا» په شمالي برخه کې د «بودا کلي» په نوم یوه لرغونې کلیواله سیمه هم موقعیت لري، چې د سیمې د لرغوني تمدن او کلتور مهمه نښه ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








