د بدخشان ولایت سرچینې وایي چې د طالبانو استخباراتو په دې ولایت کې یو ازبک فرهنګي فعال نیولی دی.
سرچینو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په لومړۍ، رسنیو ته ویلي چې دغه فرهنګي فعال درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.
سرچینو د دې فرهنګي فعال نوم مسعود تیمور یاد کړی او ویلي یې دي چې تر اوسه د هغه کورنۍ ته له نوموړي سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې.
د سرچینو په وینا، طالبانو مسعود تیمور د هغه د فرهنګي فعالیتونو او په فېسبوک کې د خپرو کړو پوسټونو له امله نیولی دی.
سرچینې زیاتوي چې د مسعود تیمور ډېری فعالیتونه په ټولنیزو رسنیو کې د ازبکي ژبې او کلتور اړوند وو، او په وروستیو ورځو کې یې د هرات د اعتراضونو په ملاتړ هم یو پوسټ خپور کړی و.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ګڼ شمېر مدني فعالان، فرهنګي شخصیتونه، د ښځو د حقونو فعالان، او د نجونو او ښځو د زدهکړو د حق ملاتړي د دې ډلې له لوري نیول شوي او زنداني شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








