د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین، حیاتالله مهاجر فراهي، د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان به په «مناسب وخت» کې دې بریدونو ته ځواب ورکړي.
هغه د پروان ولایت د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې د وینا پر مهال د پاکستان هوایي بریدونه د دې هڅې په توګه یاد کړل چې د طالبانو هغه څه تر پوښتنې لاندې راولي چې دوی یې «لاسته راوړنې» او فعالیتونه بولي.
مهاجر فراهي وویل چې پاکستان د دغو بریدونو له لارې هڅه کوي د طالبانو د کړنو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي. هغه د احتمالي ځواب د وخت یا څرنګوالي په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
تېره شپه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ځینې برخې د پاکستان د هوایي بریدونو هدف ګرځېدلي.
طالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د پاکستاني چارواکو له خوا د دې شمېرې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








