TOOSnews
اعلان
د طالبانو ویاند:که له هوا څخه ونه شو کولای،د ځمکې له لارې انتقام اخلو.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو ویاند:که له هوا څخه ونه شو کولای،د ځمکې له لارې انتقام اخلو.

۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه، چې د افغانستان په درې ولایتونو ترسره شوي، ویلي چې دا ډله د جګړې غوښتونکې نه ده، خو هڅه کوي چې په حوصله او زغم سره دغو بریدونو ته ځواب ورکړي. ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې طالبان د دغو بریدونو د ځواب لپاره نور انتخابونه هم په اختیار کې لري.

مجاهد د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ اتمه، له شمشاد داخلي شبکې سره په خبرو کې ویلي: «که له هوا یې ونه شوای کولای، له ځمکې یې انتقام اخیستلی شو.» هغه همدارنګه څرګنده کړې چې امکان لري طالبان په راتلونکي کې د پاکستان د هوايي بریدونو د دفع کولو لپاره لازم ظرفیت ترلاسه کړي.

د طالبانو ویاند د تېرو نښتو په یادولو سره ویلي چې هر هغه هېواد چې پر افغانستان یې «تېری» کړی، په پای کې پښېمانه شوی دی. د هغه په وینا پاکستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی او له هغو نورو هېوادونو څخه پیاوړی نه دی چې مخکې له افغانستان سره په جګړه کې ښکېل شوي وو.

پاکستان وروسته له هغه چې د کراچۍ ښار پر یوه پولیس مرکز د بریدګرو له خوا حمله وشوه، د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو باندې بریدونه وکړل. په کراچۍ کې د پولیس مرکز پر برید کې درې پولیس سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه څلور نور امنیتي کسان ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ ادعا کوي چې له نیول شویو بریدګرو څخه یو یې د افغانستان وګړی دی.

ذبیح‌الله مجاهد دا ادعا «بې‌منطقه» بللې او ویلي یې دي چې هر کله په کراچۍ یا د پاکستان په نورو ښارونو کې چاودنه وشي، پاکستاني چارواکي طالبان مسؤل ګڼي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید د نورو د تورنولو پر ځای د خپلو ښارونو امنیت تأمین کړي.

پاکستان تل طالبان د خپلو مخالفو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)د پناه او ملاتړ په ورکولو تورنوي. د طالبانو ویاند دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید له ټي ټي پي سره په خپل هېواد کې دننه مقابله وکړي او د دې ډلې فعالیتونه طالبانو پورې تړل ناسم دي.

طالبانو ویلي چې د پاکستان د یکشنبې شپې په بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي. په مقابل کې پاکستان ویلي چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي او د تحریک طالبان پاکستان پورې تړلي اهداف یې په نښه کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.