د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، چې د طلوع نیوز دوه خبریالان نیول شوي او د هغوی دوسیې تر څېړنې لاندې دي، خو تر اوسه محکمې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
نوموړي نه دي روښانه کړي چې دغه خبریالان په کومو تورونو نیول شوي دي او د نیولو دقیق لامل یې څه دی.
بل لور ته، راپورونه ښيي چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې لږ تر لږه اته افغان خبریالان بندیان دي، چې دې وضعیت په هېواد کې د رسنیو کارکوونکو ترمنځ اندېښنه او وېره زیاتې کړې ده. د خبریالانو د حقونو فعالان وايي، د نیونو دا لړۍ د رسنیز فعالیت پر ازادۍ منفي اغېز کوي او د اطلاعاتو د لاسرسي فضا لا محدودوي.
لیکوال:سعید سمیر








