د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې یې د پړانګ دوه نیول شوي بچیان بېرته ترلاسه کړي او د ساتنې لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته سپارلي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه د پړانګ بچیان له یوه شپانه سره موندل شوي وو.
بلخوا، د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې هم د چاپېریال ساتنې ادارې دوه باښې د ښکارچیانو له منګولو ژغورلې دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې له خلکو غوښتي چې د وحشي ژویو او مرغانو له ناقانونه نیولو او ښکار څخه ډډه وکړي او د هېواد د طبیعي شتمنیو په ساتنه کې همکاري وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








