TOOSnews
اعلان
د ارجنټاین ملي لوبډلې د مسي په ځلېدونکې لوبې سره د الجزایر لوبډلې ته ۳-۰ ماته ورکړه.
ورزشټوس نیوز

د ارجنټاین ملي لوبډلې د مسي په ځلېدونکې لوبې سره د الجزایر لوبډلې ته ۳-۰ ماته ورکړه.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالیو په دوام کې، د ارجنټاین ملي لوبډلې د لیونل میسي په ځلېدونکې لوبې او هټریک سره د الجزایر ملي لوبډلې ته ۳-۰ ماته ورکړه.

چهارشنبې، د غبرګولي ۲۷مې، په سهار وختي د G ګروپ سیالۍ پیل شوې؛ په دې ګروپ کې ارجنټاین، الجزایر، اتریش او اردن شامل وو.

د ارجنټاین ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له الجزایر سره مخامخ شوه او د لیونل میسي د ۱۷مې، ۶۰مې او ۷۶مې دقیقې د درېیو ګولونو په مټ یې سیال ته ۳-۰ ماته ورکړه او د سیالیو لومړني درې امتیازونه یې خپل کړل.

له دې بریا سره ارجنټاین د ۳ امتیازونو په لرلو د G ګروپ د جدول سر ته وخوت او په دا سیالۍ یې په بریا پیل کړې.

د نړیوال جام په نورو لوبو کې، د فرانسې ملي لوبډلې سې شنبې د نیویارک ـ نیوجرسي په لوبغالي کې له سینیګال سره لوبه وکړه او د ۳-۱ په پایله یې بریا خپله کړه.

په همدې ګروپ کې عراق او ناروې هم د بوسټن په لوبغالي کې سره مخامخ شول، چې دا لوبه د ناروې د ۴-۱ بریا سره پای ته ورسېده.

د دغو پایلو له مخې، په دې ګروپونو کې د غوره مقامونو د ترلاسه کولو او بل پړاو ته د رسېدو لپاره سیالۍ لا هم په خورا تودو شرایطو کې روانې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.