د خبریالانو د ساتنې کمېټې د طلوعنیوز د دوو خبریالانو، منصور نیازي او عمران دانش، د سمدستي او بې قیده او شرطه خوشې کولو غوښتنه وکړه او همدارنګه د رسنیو پر وړاندې د ځورونې او فشار د پای ته رسولو غږ یې پورته کړ. دې کمېټې دا اقدام د طالبانو له خوا د افغانستان د خبریالانو تر منځ د وېرې او وحشت چاپېریال څرګندونه وبلله.
مخکې، افغانستان انټرنېشنل راپور ورکړی و چې د طلوعنیوز د دوو خبریالانو د نیولو خبر له خپرېدو وروسته د دې رسنۍ په ټولنیزو شبکو کې، د موبیګروپ دفتر د طالبانو استخباراتي ځواکونو لخوا د شپږو ساعتونو څخه زیات محاصره شو. د خبریالانو د ساتنې کمېټې هم دغه پېښه تایید کړې ده.
د دې بنسټ په یوه بیان کې راغلي چې د دې رسنۍ دفتر د طالبانو د ګڼ شمېر استخباراتي مامورینو لخوا محاصره شوی و. د یرغل په جریان کې طالبانو د کارکوونکو ټیلیفونونه ضبط کړي او څارنې یې ترې کړي .
کونال ماجومدر، د آسیا او اوقیانوسې پروګرامونو همغږونکي، وویل: «د طالبانو له خوا د دې خبریالانو نیول او ورپسې د یوې خپلواکې رسنۍ پر وړاندې یرغل، هغه وېره او وحشت څرګندوي چې خبریالان یې په افغانستان کې تجربه کوي.»
هغه همدارنګه په دې ټینګار وکړ چې باید په دې هېواد کې رسنۍ آزادې او پرته له لاس وهنې فعالیت وکړي. خبیب غفران، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ویاند، د خبریالانو د نیولو خبره تائید کړې او ویلي یې دي چې د دوی دوسیه تر اوسه د څېړنې لاندې ده.
دغه طالب چارواکي د خبریالانو د نیولو د علت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وايي،د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان خپلواکې رسنۍ «تباه کړي» او د دې پر ځای یې خپله «تبلیغاتي امپراتوري» ځای پر ځای کړې ده.
لیکواله:سلیمه حکیمي








