TOOSnews
اعلان
افغانستان كې د پرمختللو لابراتوارونو جوړولو لپاره سترتړون لاسليک شو.
اقتصاديټوس نیوز

افغانستان كې د پرمختللو لابراتوارونو جوړولو لپاره سترتړون لاسليک شو.

۲۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ملي معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د پرمختللو لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او تجهیز لپاره یې له هندي نړیوال شرکت «ټي سي آر سي» سره د څه باندې ۴۶ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړی دی.

د یادې ادارې په وینا، دغه پنځه کلن تړون د ودانیزو توکو، برېښنایي تجهیزاتو، نساجۍ، څرمنو او کاغذ د کیفیت د ازموینې لپاره د معیاري لابراتوارونو پر جوړولو او تجهیز تمرکز لري.

د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و.

مسوولینو ویلي، د دې پروژې له مخې به د لابراتوارونو تر څنګ د کارکوونکو مسلکي ظرفیتونه هم لوړ شي او د «ای اېس او» نړیوالو تصدیق‌ لیکونو د ترلاسه کولو بهیر به هم عملي بڼه خپله کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.