TOOSnews
اعلان
د ٢٠٢۶ نړيوال جام لګښت له ٨ تر ۱۴ ميليارده ډالرو اټكل شوى.
ورزشټوس نیوز

د ٢٠٢۶ نړيوال جام لګښت له ٨ تر ۱۴ ميليارده ډالرو اټكل شوى.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د احصایې نړیوالې ادارې د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام چې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب ترسره کېږي، د لګښتونو اټکل له ۸ تر ۱۴ میلیارده امریکایي ډالرو پورې رسېږي.

په راپور کې ویل شوي چې دا لګښتونه د لوبغالو د چمتووالي، امنیتي تدابیرو، ترانسپورټي اسانتیاوو او د سیالیو د تنظیمي چارو لپاره ځانګړې کېږي. د کارپوهانو په وینا، ځکه چې دغه درې هېوادونه مخکې له مخکې پرمختللې ورزشي او ترانسپورټي زیربناوې لري، نو د نوو تاسیساتو اړتیا کمه ده او له همدې امله لګښتونه هم نسبتاً ټیټ اټکل شوي دي.

په مقابل کې، د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام چې په قطر کې ترسره شو، د تاریخ تر ټولو ګران سپورټي پېښه بلل کېږي. د ځینو اقتصادي ارزونو له مخې، د قطر د نړیوال جام ټولیز لګښت شاوخوا ۲۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، ځکه چې هلته د لوبغالو، ترانسپورټ او ښاري زیربناوو لپاره له صفره سترې پروژې جوړې شوې وې.

شنونکي وایي، د نړیوال جام د لګښتونو توپیر د کوربه هېوادونو له اقتصادي ظرفیت، موجودو زیربناوو او د نوو پروژو له کچې سره مستقیم تړاو لري. دوی زیاتوي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام به له اقتصادي پلوه د پخوانیو سیالیو په پرتله سپک او مدیریت‌کېدونکی وي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.