TOOSnews
اعلان
د پاکستانۍ ټیک ټاکرې ثنا يوسف قاتل په اعدام محکوم شو.
کلتور او هنرټوس نیوز

د پاکستانۍ ټیک ټاکرې ثنا يوسف قاتل په اعدام محکوم شو.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد یوې محکمې د ثنا یوسف قاتل، عمر حیات، د اعدام سزا ته محکوم کړی دی.

«ډان»ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي چې د عمر حیات محکمه د سې‌شنبې په ورځ، د غویي په ۲۹مه، ترسره شوې ده.

د قضیې قاضي د جرم له ثابتېدو وروسته، عمر حیات ته د اعدام سزا ورکړې او همدارنګه یې امر کړی چې د مقتولې کورنۍ ته دوه میلیونه پاکستانۍ روپۍ د تاوان په توګه ورکړي.

عمر حیات د قتل تر څنګ، د ثنا یوسف له کور څخه د غلا او نورو تورونو له امله هم په ټولیز ډول د ۲۱ کلونو سخت بند سزا ترلاسه کړې ده.

ثنا یوسف، چې ۱۷ کلنه وه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۱۲مه نېټه په اسلام‌اباد کې په خپل کور کې، د خپلې زوکړې د کلیزې د کېک تر پرې کولو څو شېبې وروسته، په دوو مرمیو ووژل شوه.

ثنا یوسف اصلاً د خیبر پښتونخوا ایالت د چترال سیمې اوسېدونکې وه او د طب محصله وه. هغې په ټولنیزو شبکو، په ځانګړي ډول ټیک‌ټاک کې، پراخ فعالیت درلود.

له پېښې دوه ورځې وروسته، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې عمر حیات یې د ثنا یوسف د قتل په تور نیولی دی.

عمر حیات هم په ټولنیزو شبکو کې فعال و.

هغه د قتل انګېزه د ثنا یوسف له‌خوا د خپل وړاندیز رد کېدل بللي دي.

د نیولو پر مهال، د ثنا یوسف آیفون د عمر حیات له څخه ترلاسه شوی و.

د اسلام‌اباد لوی څارنوال نصیر رضوي ویلي وو چې تورن کس له قتل وروسته د ثنا یوسف موبایل له ځان سره وړی و، څو د دوی ترمنځ د اړیکو او تماسونو تاریخچه پاکه کړي.

د ثنا یوسف مور او ترور د هغو ۲۷ شاهدانو له ډلې څخه وو چې په محکمه کې حاضر شوي او شهادت یې ورکړی و.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.