د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۷۶مې کنګره پر مهال د فلسطین استازي د اسراییل له استازي سره د روغبړ او ګډ عکس اخیستو څخه ډډه وکړه.
د فیفا مشر جیاني اینفانتینو هڅه وکړه چې دواړه استازي د یو ګډ انځور لپاره سره نږدې کړي، څو د یووالي پیغام وړاندې شي، خو فلسطیني استازي دا غوښتنه ونه منله. هغه د خپل هېواد روان وضعیت ډېر حساس وباله او ټینګار یې وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې دا ډول سمبولیک ګامونه مناسب نه دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په فلسطین کي جګړه لا هم روانه ده او د بشري تلفاتو شمېر لوړ بلل کېږي. د راپورونو له مخې، ګڼ شمېر فلسطینیان وژل شوي او یا ټپیان دي، چې له امله یې د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی پاتې دی.
د یادې پېښې له مخې، یو ځل بیا څرګنده شوه چې سیاسي کړکېچونه د نړیوالو ورزشي غونډو پر فضا مستقیم اغېز کوي.
لیکوال:سعید سمیر








