TOOSnews
اعلان
په خوست ولایت کې زرګونو کورنیو ته د وارداتي برېښنا د لېږد پروسه پیل شوه.
اقتصاديټوس نیوز

په خوست ولایت کې زرګونو کورنیو ته د وارداتي برېښنا د لېږد پروسه پیل شوه.

۲۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی چې د اسمعیل‌خیل او مندوزي ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا د انتقال بهیر پیل شوی دی. د دوی په وینا، دا پروژه د دې لپاره پلي کېږي چې خلکو ته د بریښنا لاسرسی پراخ شي او په یادو سیمو کې د بنسټیزو خدماتو وضعیت ښه شي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې پروژې د تطبیق لګښت له ۶۴ میلیونو افغانیو څخه زیات اټکل شوی، او د بشپړېدو په صورت کې به په یادو ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ د وارداتي بریښنا تر پوښښ لاندې راشي.

محلي چارواکي وايي، د دې پروژې تطبیق کولی شي په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه‌والی رامنځته کړي، د سوداګریزو فعالیتونو د آسانتیاوو لامل شي او د عامه خدماتو کچه په ټاکل شویو سیمو کې لوړه کړي.

د اسمعیل‌خیل او مندوزي ولسوالیو اوسېّږدونکو هم د دې پروژې پیل د زیربناوو د پراختیا په لور مهم ګام بللی او غوښتنه یې کړې چې پروژه ژر او په معیاري ډول بشپړه شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.