TOOSnews
اعلان
طالبانو په جوزجان کې ۱۴،۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په جوزجان کې ۱۴،۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ځانګړې محکمې چې د غصب شوو ځمکو د دوسیو د څېړلو لپاره جوړه شوې، په شبرغان ښار، د جوزجان ولایت مرکز کې ۱۴.۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده. دې ادارې ویلي چې د موجودو اسنادو او مدارکو له څېړلو وروسته، دغه ځمکه د دولت ملکیت وپېژندل شوه.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ د(غبرګولي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ځمکې د شبرغان ښار په جغدلک او ککرتک جرکودي سیمو کې د دوو قطعو ځمکو څخه جوړې دي. د خبرپاڼې له مخې، د دغو ځمکو دوسیه تر دې وړاندې د شمالي زون د غصب شوو ځمکو ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، د حکم له صادرېدو وروسته دغه ځمکې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون ته سپارل شوي، څو د قانوني پروسې نور پړاوونه تعقیب کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دولتي غصب شوو ځمکو د پېژندنې، څېړنې او بېرته راګرځولو بهیر په ټول افغانستان کې روان دی. طالبان وایي چې د دغو ځمکو په اړه پرېکړې د اړوندو ادارو د اسنادو، شواهدو او وړاندې شوو معلوماتو له ارزونې وروسته کېږي.

طالبانو د دولتي ځمکو د دوسیو د څار لپاره د ځمکو د غصب د مخنیوي عالي کمیسیون، ځانګړې محکمې او ولایتي تخنیکي هیئتونه جوړ کړي دي. دا ډله تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه پېژندلې او بېرته یې ترلاسه کړې ده.

په وروستیو کلونو کې په کابل، غزني، ننګرهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د ځینو استوګنیزو ښارګوټو ځمکې هم د طالبانو د کمیسیون له خوا دولتي اعلان شوي دي.

خو له دې مخکې ځینې د ښارګوټو او ځمکو مالکانو چې د طالبانو له خوا دولتي اعلان شوي، دغه ډله د خپلو سیاسي مخالفینو اړوند د ځمکو په غصب او ضبط تورنه کړې ده؛ هغه ادعا چې طالبانو یې په اړه تر اوسه وضاحت نه دی ورکړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.