په کابل کې د انټرنېټي خدماتو څو شرکتونو او سرچینو ویلي، چې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په امر د نوري فایبر د لاین غځولو چارې تر بلې خبرتیا پورې درول شوي دي. د راپورونو له مخې، افغان ټلیکام په دې تړاو ټولو اړوندو شرکتونو ته برېښنالیک استولی او د هر ډول کیندنې او تخنیکي فعالیتونو د بندېدو خبر یې ورکړی دی.
د برېښنالیک له مخې، شرکتونو ته ویل شوي چې تر نوې رسمي لارښوونې وړاندې دې هېڅ ډول کیندنه او د نوري فایبر اړوند کارونه نه ترسره کوي. د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکو ځینو مسوولانو خبرداری ورکړی، چې د دغو چارو ځنډېدل به په افغانستان کې د چټک انټرنېټ د پراختیا بهیر په ټپه ودروي.
سرچینې همداراز وایي، د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي پر عامو خلکو د نوري فایبر او وایفای خدماتو د محدودولو سپارښتنه کړې ده. ویل کېږي، اترا ادارې په یوه غونډه کې شرکتونو ته ویلي، چې په استوګنیزو سیمو کې به د وایفای نوري فایبر خدمات قطع شي او د خلکو انټرنېټي لاسرسی به محدود کړل شي.
د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تر اوسه د دغو راپورونو په تړاو رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، خو د وزارت باخبره سرچینې وایي، طالبان هڅه کوي د دې پرېکړې د رسنیز کېدو مخه ونیسي.
د انټرنېټي شرکتونو مسوولان اندېښنه لري، چې که دغه پرېکړه عملي شي، نو عام خلک به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زدهکړو او ورځنیو اړیکو پراخ منفي اغېز وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








