TOOSnews
اعلان
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ.

۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د تېرې شپې د هوایي بریدونو په تعقیب یې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو د کورونو د بمبارولو په اړه پاکستاني لوري ته «شدید او قاطع اعتراض» وړاندې شوی دی.

په اعلامیه کې دغه بریدونه د «پاکستان د متجاوز پوځي رژیم» پورې تړل شوي او ویل شوي چې د دې بریدونو په پایله کې ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا ډول پوځي اقدامات کولی شي د دواړو لورو پر اړیکو منفي اغېز وکړي او له پاکستانه یې د افغانستان د هوايي حریم د نقض د درولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان تر اوسه د طالبانو له لوري د شوې احضارې او لګول شوو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.