د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې د راتلونکې یوې اونۍ لپاره د افغانستان د هوا او طبیعي پېښو د خطرونو په اړه د وړاندوینې په خپرولو سره د کونړ او نورستان په ختیځو برخو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو د احتمالي خطر خبرداری ورکړی دی.
د دغې ادارې د پنجشنبې ورځې د معلوماتو له مخې، د زمري له ۲۲مې تر ۲۸مې پورې به د افغانستان په ختیځو او شمالختیځو ولایتونو کې د منځني ورښت امکان وي، خو په ټوله کې به د هېواد هوا د نورمال حالت په پرتله یو څه وچه وي.
ادارې ویلي، چې په تېرو ۳۰ ورځو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د فصل له نورمال حالت سره سم ورښت شوی او په ختیځو سیمو کې د ورښت کچه له ۲۵ تر ۱۰۰ میلیمترو او په ځینو ځایونو کې تر دې هم زیاته ثبت شوې ده.
لیکوال:سعید سمیر








