د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د دغې ډلې له ناراضه قوماندان جمعه خان فاتح سره د خبرو لپاره د بدخشان نسي ولسوالۍ ته تللی دی.
د سرچینو په وینا، د دواړو لورو ترمنځ له تېرو درېیو ورځو راهیسې د جوړجاړي هڅې روانې دي، خو تر اوسه کومه پایله نه لري. د راپورونو له مخې، پر یو بل د بېباورۍ فضا د دغو خبرو د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.
جمعه خان فاتح، چې د طالبانو له ډلې سره یې اختلافات زیات شوي، د روانو مذاکراتو په اړه شک څرګند کړی او دغه بهیر یې د یوه «دام» په توګه بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي وو، مخالفین یې په هغه کچه نه دي چې له هغوی سره خبرو ته اړتیا وي.
په همدې حال کې، په بدخشان کې د کانونو د عوایدو او کنټرول پر سر د راپورته شوې شخړې لمن پراخه شوې او ویل کېږي چې نښتې او کړکېچ پنځو ولسوالیو ته غځېدلي دي.
تر اوسه د طالبانو له لوري د دغو مذاکراتو او د شخړې د پراخوالي په اړه رسمي او بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








