ځايي سرچینې په بدخشان کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو په راغستان ولسوالۍ کې یوه نجلۍ د هغې او د مور او پلار له رضایت پرته، د خلیفه رقیب په نوم یو کس ته نکاح کړې ده.
سرچینې د سې شنبې، د غویي ۲۲مه، ویلي چې د طالبانو محتسبانو په راغستان کې اعلان کړی چې که کومه نجلۍ یا هلک ونیول شي، په زور به د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اداره کې نکاح ترسره شي.
سرچینې زیاتوي چې ملا فضلالله چې د «چمچه» په نوم مشهور دی، نظرالحق چې د «دنیاجو» په نوم مشهور دی، او حمیدالله چې د «عمري» په نوم مشهور دی، د طالبانو غړو، یوه نجلۍ د وسلې په زور د خلیفه رقیب ته نکاح کړې ده.
سرچینو زیاته کړې چې دا کار د نجلۍ د مور او پلار په رضایت پرته او همدارنګه د مهر ورکولو پرته ترسره شوی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو په راغستان کې د دې ولسوالۍ د خلکو د ځورونې او اذیت کچه لوړه کړې ده.
لیکواله:سلیمه حکیمي








