TOOSnews
اعلان
د صحارا په دښته كې ۴٩ نايجريايان د لوږې او تندې له امله مړه شوي.
نړۍټوس نیوز

د صحارا په دښته كې ۴٩ نايجريايان د لوږې او تندې له امله مړه شوي.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې له مالي څخه نايجريا ته پر لاره د نايجريا ۴۹ اتباعو د صحارا په دښته کې د لوږې او تندې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل د لوی اختر له رارسېدو مخکې خپلو کورنیو ته ورسېږي، خو هغه موټر چې دوی پکې سپاره وو، د صحارا په دښته کې خراب شوی او مسافرين د اوبو او خوړو له نشتوالي سره مخ شوي دي.

راپورونه وايي، په موټر کې ټولټال ۵۱ کسان سپاره وو. له دې ډلې یوازې دوه تنه ژوندي پاتې شوي، چې تر اوږده او سخت مزل وروسته یې ځان اوبو ته رسولی او ژغورل شوي دي.

چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي دي، خو تر اوسه د قربانیانو د هویت او د پېښې د نورو جزئیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.