د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ وايي چې د اختر په ورځو کې په دې ولايت کې د ترافيکي پېښو له امله درې کسان مړه شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي.
د قوماندانۍ په وينا، د اختر په درېيو ورځو کې د غزني په مرکز او ولسواليو کې ټولټال ۳۴ ترافيکي پېښې ثبت شوي دي.
يادې قوماندانۍ د دغو پېښو لاملونه له ټاکل شوي سرعت څخه زيات موټر چلول، د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول او د موټرچلوونکو بېاحتياطي بللې ده.
ويل کېږي چې ډېری دغه پېښې د کابل–کندهار پر لويه لار او د اندړ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې رامنځته شوي دي.
همدارنګه، په تېرو دوو ورځو کې په نورستان او لغمان ولايتونو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله له ۲۰ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








