TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د ایران سمندري محاصره به له همدې شېبې څخه پای ته ورسېږي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د ایران سمندري محاصره به له همدې شېبې څخه پای ته ورسېږي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي چې پر ایران لګېدلې سمندري محاصره به له همدې شېبې څخه پای ته ورسېږي، او هغه بېړۍ چې د دې محاصرې له امله درېدلې وې، کولای شي د بېرته ستنېدو بهیر پیل کړي.

د امریکا ولسمشر جمعه د جوزا ۸مه په ټروث سوشیل کې په یوه پوسټ کې هم لیکلي چې ډېر ژر به د سپینې ماڼۍ د وضعیت په خونه کې غونډه وکړي څو له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

هغه ویلي چې ایران باید ومني چې هېڅکله به اټومي وسلې یا اټومي بم ته لاسرسی ونه مومي. همدارنګه، د هرمز تنګی باید سمدستي او د هر ډول فیس یا محصول له اخیستلو پرته د بېړیو د ازاد تګ راتګ لپاره له دواړو لورو پرانیستل شي.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران باید په هرمز تنګي کې پاتې ټول سمندري ماینونه راټول یا له منځه یوسي.

هغه همدارنګه ویلي چې د ایران بډایه شوی یورانیم، یا هغه څه چې نوموړي یې «اټومي دوړه» بللې، او د امریکا د بریدونو له امله د ځمکې په ژورو او د غرونو لاندې خښ شوی، د امریکا له لوري به د ایران د اسلامي جمهوریت او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په بشپړې همغږۍ سره را وایستل شي او له منځه به یوړل شي.

د امریکا ولسمشر په دوام کې لیکلي: «تر بلې خبرتیا پورې به هېڅ ډول پیسې تبادله نه شي.»

هغه زیاته کړې چې «د نورو هغو موضوعاتو په اړه هم هوکړه شوې چې اهمیت یې ډېر لږ دی.»

تر اوسه ایراني چارواکو د ډونالډ ټرمپ دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ایران د امریکا له لوري د سمندري محاصرې لرې کېدل د واشنګټن سره د هر ډول هوکړې له مخکینیو شرطونو څخه بللي، خو ټینګار یې کړی چې د دغه هېواد اټومي پروګرام د خبرو اترو په اجنډا کې نه دی شامل.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.