د طالبانو د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۴۹ سلنه نفوس د کاري عمر خلک دي، چې له دې ډلې نږدې ۲۶ سلنه کاري ځواک بېکاره دی.
د «شینهوا» خبري اژانس په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې امنیتي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی، خو بېکاري، اقتصادي ستونزې، د پانګونې کمښت او د راستنېدونکو افغانانو جذب لا هم د افغانستان له مهمو ننګونو څخه دي.
راپور زیاتوي چې د نړیوالو مرستو او پراختیايي پروژو کمېدو د بېکارۍ پر کچې هم منفي اغېز کړی دی. که څه هم د افغانۍ ارزښت نسبي ثبات موندلی، خو د خلکو اقتصادي فشارونه لا هم د پام وړ دي.
له بلې خوا، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر د کار، کورونو او عامه خدمتونو پر وړاندې فشارونه زیات کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې افغانستان لا هم له امنیتي ننګونو سره مخ دی او په تېرو کلونو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې مرګوني بریدونه هم شوي دي. همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې پوځي نښتې هم شوي دي.
سره له دې چې طالبان د امنیت د ښه کېدو ادعا کوي، د اقتصادي فرصتونو کمښت، لوړه بېکاري او د راستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو پوره کول د دې ډلې د واکمنۍ پر مهال له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








