TOOSnews
اعلان
د ننګرهار په کوزکونړ ولسوالۍ کې دوه ځوانان د ډزو په پایله کې وژل شوي دی.
افغانستانټوس نیوز

د ننګرهار په کوزکونړ ولسوالۍ کې دوه ځوانان د ډزو په پایله کې وژل شوي دی.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينو د ننګرهار ولايت رسنيو ته ويلي چې د دغه ولايت د کوزکونړ ولسوالۍ کې يو هلک او يوه نجلۍ د مرمۍ لګېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچينو په وينا، دغو دوو ځوانانو له يو بل سره عاطفي اړيکه لرله او ويل کېږي چې د نجلۍ د ورور له لوري پرې ډزې شوي او وژل شوي دي.

سرچينو زياته کړې چې دغه پېښه تېره پنجشنبې، د غبرګولي۱۴مه، د کوزکونړ ولسوالۍ په بازارک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، نجلۍ غوښتل له دغه هلک سره له کوره وتښتي، خو تر عملي کېدو مخکې د خپل ورور له لوري پېژندل شوې او وژل شوې ده. دا پېښه په داسې حال کې راپور کېږي چې افغانستان لا هم په ځينو سيمو کې د کورني او ټولنيز تاوتريخوالي له ورته پېښو سره مخ دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.