TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه:افغانستان کې لوږه ورځ تر بلې زیاتېږي،تر ټولو ډېر زیانمن یې ښځې اوماشومان دي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونه:افغانستان کې لوږه ورځ تر بلې زیاتېږي،تر ټولو ډېر زیانمن یې ښځې اوماشومان دي.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان له هم مهاله اقتصادي کړکېچ، پراخې بې‌کارۍ او اقلیمي بدلونونو سره مخ دی؛ داسې وضعیت چې د خوړو بیې یې لوړې کړي او په هېواد کې د خوړو د نشتوالي ستونزه ډېره کړې ده.

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د دې کړکېچونو دوام، د ښځو او ماشومانو د تغذیې د کمښت لپاره ځانګړې د خوړو زیرمې کمې کړي دي.

رقیبه احمدي، د فیض‌آباد ښار یوې اوسېدونکې، ویلي: «هماغه لږ خواړه چې موږ یې د اخیستلو توان لرو، خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، خو دا بسنه نه کوي.»

د هغې په وینا، د هغې کوچنۍ لور د کم خوراکۍ (سوءتغذیه) له ستونزې سره مخ ده او خاوند یې هم بې‌کار دی.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د لوږې او د خوړو د کمښت له بحران څخه تر نورو ډېر اغېزمن شوي دي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.