TOOSnews
اعلان
د افغانستان متحدې جبهې په هلمند او کندهار کې د طالبانو پر ضد د درېیو عملیاتو خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان متحدې جبهې په هلمند او کندهار کې د طالبانو پر ضد د درېیو عملیاتو خبر ورکړ.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان متحدې جبهې، د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې جبهې ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هلمند او کندهار ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو درې عملیات ترسره کړي دي.

د دې اعلامیې له مخې، په لومړي عملیات کې چې د لښکرګاه ښار د طالبانو د پولیسو په لومړۍ حوزه کې ترسره شوی، د طالبانو دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

یادې جبهې ادعا کړې چې په یوه بل عملیات کې، چې د لښکرګاه ښار د اوومې حوزې اړوند په بولان سیمه کې ترسره شوی، د طالبانو دوه نور غړي په نښه شوي دي.

په اعلامیه کې په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د افغانستان د متحدې جبهې ځواکونو د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو لړ هدفي عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو غړی هم په نښه کړی دی.

د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې په نښه شوي کسان د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د نیولو، شکنجې او وژلو په چارو کې لاس لري.

دې جبهې د دغو عملیاتو د هدف ګرځول شویو کسانو د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او څرګنده نه ده چې دغو بریدونو نور څومره زیانونه اړولي دي.

د دې خبر تر خپرېدو پورې، په هلمند او کندهار ولایتونو کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د افغانستان متخدې جبهې د ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.