TOOSnews
اعلان
متحده جبهه: به فارياب او بلخ كې مو څلور طالبان وژلي.
افغانستانټوس نیوز

متحده جبهه: به فارياب او بلخ كې مو څلور طالبان وژلي.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان متحده جبهه وایي، ځواکونو یې د بلخ ولایت د دولت‌اباد او د فاریاب ولایت د بند ولسوالیو په مربوطاتو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د دغې جبهې په وینا، په دغو نښتو کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. جبهه ادعا کوي چې د عملیاتو پر مهال یې د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

متحده جبهه زیاتوي چې په یوه بل جلا برید کې یې تېره شپه د فاریاب د نوې جوړې شوې بندر ولسوالۍ د ملغي سیمې په یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.

د جبهې د معلوماتو له مخې، دغه برید له سختې نښتې وروسته پای ته رسېدلی دی.

تر اوسه طالبانو د دغو بریدونو، د مرګ‌ژوبلې او د وسلو او تجهیزاتو د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.