TOOSnews
اعلان
ازبكستان او افغانستان د درملو او سوداګرۍ د پراختيا پر نويو هوكړو خبرې وكړې.
اقتصاديټوس نیوز

ازبكستان او افغانستان د درملو او سوداګرۍ د پراختيا پر نويو هوكړو خبرې وكړې.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مې په ۱۳مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د «فارما پارک» د درمل جوړونې په مرکز کې د ازبکستان ـ افغانستان ګډ سوداګریز فورم او نوې سوداګریزې ناستې ترسره شوي دي.

په دغو ناستو کې د دواړو هېوادونو سوداګرو او چارواکو د اقتصادي همکاریو، نويو سوداګریزو هوکړو او په افغانستان کې د ازبکستان د درمل جوړونې شرکتونو د درملو د عرضه کولو په اړه بحثونه کړي دي.

د غونډې ګډونوالو ویلي، هڅه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو سوداګري پراخه شي او د افغانستان بازارونو ته د معیاري ازبک درملو د رسولو زمینه نوره هم برابره شي.

دغه راز د روغتیايي سکتور د همکاریو، پانګونې او د درمل جوړونې په برخه کې د ګډو پروژو پر پراختیا هم خبرې شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.