TOOSnews
اعلان
واشنګټن غواړي د ايران كنګل شوې شتمنۍ له متحدينو سره شريكې كري.
نړۍټوس نیوز

واشنګټن غواړي د ايران كنګل شوې شتمنۍ له متحدينو سره شريكې كري.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې متحده ایالات په پام کې لري د ایران هغه کنګل شوې شتمنۍ د فارس خلیج خپلو متحدینو ته وسپاري، چې د ایران د بریدونو له امله ورته زیانونه اوښتي دي.

د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسینټ له اړوندو چارواکو غوښتي چې د فارس خلیج هېوادونو ته د ایران د بریدونو له امله اوښتي زیانونه په دقیق ډول وارزوي، څو د احتمالي جبران میکانیزم وڅېړل شي.

بل لور ته، تر دې وړاندې د ایران د مذهبي مشر نظامي سلاکار محسن رضایي ویلي وو چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې هر ډول هوکړه د امریکا له لوري د ایران د شاوخوا ۲۴ میلیارده ډالرو کنګل شویو شتمنیو له ازادېدو سره تړلې ده.

دغه موضوع د امریکا او ایران ترمنځ د روانو سیاسي او مالي اختلافاتو په چوکاټ کې نوې کړکېچن بحثونه راپورته کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.