د اسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په دوهمه سیالۍ کې د یو پیاوړي او بېنقصه فعالیت په ترڅ کې د سعودي عربستان ملي لوبډله ته د ۴ پر ۰ په قاطع پایلې سره ماته کړه او په دې سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه. اسپانویانو له کېپوېرډ سره د مساوي پایلې وروسته، دا ځل خورا متفاوت او غوره لوبه وړاندې کړه او درې مهم امتیازونه یې خپل کړل.
د لوبې لومړی ګول په ۱۰مه دقیقه کې ترسره شو، کله چې د اسپانیا ځوان ستوری لامین یامال په دقیق ضربې سره د سعودي دروازه خلاصه کړه او خپل ټیم یې مخکې کړ. دا ګول د لوبې په جریان کې د اسپانیا د بشپړ برلاسۍ پیل و.
میـکل اویارزابال، چې په لومړۍ سیالۍ کې یې د تمې مطابق کار نه و کړی، په دې لوبه کې یې بشپړ بدل شوی انځور وړاندې کړ. هغه په ۳۴مه دقیقه کې د کونج له ضربې څخه دوهم ګول وواهه او د خپلې لوبډلې برتري یې زیاته کړه.
یوازې درې دقیقې وروسته، اویارزابال یو ځل بیا ګول وواهه. دا ګول د اسپانیا د لوبغاړو د منظم او همغږي برید او څو پرلهپسې پاسونو وروسته ترسره شو، چې په لومړۍ نیمایي کې نتیجه ۳–۰ ته ورسېده او د سعودي لپاره یې کار نور هم ستونزمن کړ.
اسپانیا دوهمه نیمایي هم په بریدیز ډول پیل کړه او د لوبې په لومړیو دقیقو کې یې څلورم ګول وواهه. د مارک کوکوریا ضربه د سعودي د مدافع حسن التمبکتي له لګېدو وروسته مسیر بدل کړ او په دروازه کې ننوتله؛ دا ګول د خپلګول (خطي ګول) په توګه ثبت شو.
د لوئیس د لا فوئنته شاګردانو له څلورم ګول وروسته هم څو خطرناک فرصتونه جوړ کړل، خو د خپلې بشپړې برلاسۍ له امله یې د برید شدت راکم کړ او لوبه یې د ۴–۰ په هماغه پایلې سره پای ته ورسوله.
د دې بریا سره، اسپانیا ۴ امتیازونه ترلاسه کړل او د H ګروپ په جدول کې یې خپل موقعیت ښه کړ. په مقابل کې، سعودي عربستان له دوو سیالیو وروسته یوازې یو امتیاز لري او د نړیوال جام د حذفي پړاو ته د صعود لپاره له جدي ننګونې سره مخ دی.
لیکواله:سلیمه آریایی








