د لندن پولیسو یو ۱۴ کلن تنکی ځوان د ساتن سیمې پر دوو جوماتونو د برید د پلان جوړولو په تور نیولی دی. پولیسو چارواکو ویلي چې دا قضیه له ښي افراطي افراطیت سره تړاو لري او پلټنې لا هم روانې دي.
دغه ځوان په لومړي سر کې د لندن په جنوبي سیمه کې د یوه موټر د زیانمنولو په شک نیول شوی و، خو وروسته د هغه د ځای د پلټنې پر مهال څو مشکوک اسنادونه وموندل شول. د پولیسو په وینا، همدغو اسنادو د تحقیقاتو لوری بدل کړ او د ترهګرۍ اړوند تورونو د څېړنې زمینه یې برابره کړه.
پولیسو ویلي چې دغه ځوان غوښتل په ساتن سیمه کې دوه جوماتونه په نښه کړي. هغه اوس په توقیف کې دی او ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د وېسټمنسټر محکمې ته حاضر شي. د مطرح شویو تورونو له مخې، نوموړي د جولای تر نهمې پورې د یوه ترهګریز برید د ترسره کولو لپاره پلان جوړ کړی و او همدارنګه پرې د نژادي کرکې له امله د شتمنیو د ویجاړولو تور هم لګېدلی دی.
نیک بلکبرن، د لندن د جنوبي سیمې پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي، ویلي چې دا قضیه یوازې څو ورځې وروسته له هغه راپورته شوې چې ۱۲ کسان د یوه اسلامي جشن د ګواښلو د پلان په شک نیول شوي وو. هغه زیاته کړه چې په یوه جلا پېښه کې یو سړی هم د لیتون په سیمه کې د یوه جومات مخې ته د برید په تړاو نیول شوی دی.
بلکبرن ټینګار وکړ چې د ورته پېښو تکرار د مسلمانې ټولنې اندېښنې او رواني فشار زیاتوي. هغه وویل چې د دغو پېښو پایلې باید له پامه ونه غورځول شي او ورسره جدي چلند کول ډېر مهم دي.
هلن فلاناګن، د لندن د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې مشرې، دا قضیه ډېره جدي وبلله. هغې وویل چې د یوه ۱۴ کلن ځوان پر وړاندې د داسې تورونو لګېدل کولی شي، په ځانګړې توګه د مسلمانې ټولنې ترمنځ، پراخې اندېښنې رامنځته کړي.
فلاناګن همدارنګه زیاته کړې چې پولیسو په وروستیو کلونو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په اړه د افراطیت په اړوندو قضیو کې زیاتوالی لیدلی دی. د هغې په وینا، دا حالت د مسؤلو ادارو او ټولنې لپاره د خبرداري زنګ دی.
د لندن میټروپولیتن پولیسو اعلان کړی چې د دې څېړنو پر مهال یې د ترهګرۍ ضد څانګو سره نږدې همکاري کړې او د خلکو د امنیت احساس د پیاوړتیا لپاره یې په اړوندو سیمو کې امنیتي ګزمې زیاتې کړي دي.
خو پولیسو ټینګار کړی چې تر اوسه د پراخ ګواښ نښې نه دي موندل شوي او په دې قضیه کې تر اوسه بل څوک د تعقیب لاندې نه دی نیول شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








