د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې په یوې میخانه کې د سختې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، اورلګېدنه د شپې ناوخته رامنځته شوه او له هغې وروسته میخانه په ګڼ لوګي کې ډوبه شوه، چې له امله یې ډېرو کسانو د خوندي وتلو فرصت ونه موند. چارواکي وایي، د بېړنۍ وتلو د لارو نشتون د مرګژوبلې د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه و.
د تایلنډ چارواکو د پېښې د لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل کړي دي، او د ژغورنې ډلې لا هم د پېښې په سیمه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
لیکوال:سعید سمیر








