د امريکا د کالیفورنیا ايالټ فدرالي محکمې د دوشنبې په ورځ د ایلان ماسک هغه حقوقي دعوه رد کړه چې د اوپن اې آی پر ضد يې کړې وه. ماسک په دې قضيه کې ادعا کړې وه چې اوپناېآی له خپلې لومړنۍ موخې، يعنې د بشر د خدمت لپاره د يوې غيرانتفاعي ادارې په توګه، واټن اخيستی دی.
د کالفورنيا فدرالي محکمې منصفه پلاوي په يوه خوله اعلان وکړ چې د ايلان ماسک دعوه د قانوني مودې تر تېرېدو وروسته ثبت شوې او له همدې امله د اورېدو وړ نه ده.
محکمې په خپل حکم کې ويلي چې د دعوې د ثبت د ځنډ له امله يې د تورونو اصلي محتوا نه ده ارزولې او قضيه يې رد کړې ده.
په دې حکم کې، اوپناېآی د دې ادعا په تړاو چې ګواکي له «لومړني حقوقي چوکاټ د يوې غيرانتفاعي ادارې په توګه» وتلې، مسؤله ونه بلل شوه.
شنونکي وايي، دا پرېکړه ښايي د اوپناېآی پر مالي راتلونکي د پام وړ اغېز ولري او د پانګونې بازارونو ته د دې شرکت د پراخ ننوتلو لاره نوره هم هواره کړي.
ايلان ماسک په خپله دعوه کې ادعا کړې وه چې د اوپناېآی مشرانو، لکه سم التمن او ګرګ برکمن، د شرکت د جوړښت په ګټور (سودمحور) ماډل بدلولو سره له لومړنيو موخو واټن اخيستی او شخصي شتمني يې ترلاسه کړې ده.
خو ماسک د حکم له صادرېدو وروسته توند غبرګون وښود او ويې ويل چې محکمې يوازې د «دعوې د ثبت د وخت له يوې تخنيکي مسئلې» سره تکيه کړې او د تورونو اصلي موضوع ته نه ده ننوتې.
هغه په ایکس ټولنيزه شبکه کې په يوه پيغام کې وليکل چې دا قضيه ښايي د خيريه او غيرانتفاعي بنسټونو د ناوړه ګټې اخيستنې لپاره يو خطرناک مثال وګرځي، او ټينګار يې وکړ چې دا موضوع به د استيناف په محکمه کې تعقيب کړي.
بل لور ته، اوپناېآی دا دعوه «بې بنسټه» بللې او ويلي يې دي چې ايلان ماسک له کلونو راهيسې د شرکت له پلانونو او پرمختيايي جوړښت څخه خبر و، خو په ځنډ سره يې دعوه کړې ده.
دې شرکت همداراز ټينګار کړی چې لا هم د بشر د ګټو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا د پراختيا خپلې موخې ته ژمن دی.
ايلان ماسک، چې د اوپناېآی له لومړنيو بنسټګرو څخه ګڼل کېږي، په ۲۰۱۸ کال کې له دې شرکت څخه جلا شو او وروسته يې د ایکس اې آی په نوم د مصنوعي ځيرکتيا شرکت جوړ کړ.
د شنونکو په وينا، دا پرېکړه د اوپناېآی پر وړاندې يو مهم حقوقي خنډ لرې کوي او ښايي د دې شرکت د راتلونکو پروګرامونو، په ځانګړي ډول د ونډو د لومړنۍ عامه وړاندې کولو، بهير اسانه کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








