بارنوس فیونا عاجسون، د برېټانیې د اعیان مجلس غړې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو وضعیت «ناورین» بللی او د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره یې د نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
هغې ویلي، د ښځو په اړه د طالبانو تګلارو ښځې له ټولنې څخه ګوښه کړي او افغانستان یې د ښځو له ستر بشري ظرفیت څخه بېبرخې کړی دی. د هغې په وینا، دغو محدودیتونو جدي ټولنیزې او بشري پایلې رامنځته کړې دي.
بارونس هاجسون ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره پر طالبانو فشار راوستل ضروري دي. هغې همداراز ویلي، طالبان د ښځو حقونه «لوېدیځه موضوع» ګڼي، حال دا چې د افغانستان ښځو له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده.
هغې دغه محدودیتونه د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې بللي او خبرداری یې ورکړی چې د دې وضعیت دوام به په افغانستان کې بشري بحران نور هم سخت کړي.
د برېټانیې د اعیان مجلس دغې غړې همداراز ویلي، له طالبانو سره خبرې او اړیکې باید د دې ډلې د سیاسي مشروعیت ورکولو په معنا ونه ګڼل شي. هغې زیاته کړې چې د نړۍ د نورو جګړو او بحرانونو له امله د افغانستان وضعیت ته نړیواله پاملرنه کمه شوې ده.
بارونس هاجسون په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو اساسي حقونه باید د نړیوالې ټولنې له اجنډا ونه وځي، او د موجودو ستونزو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د حل لپاره پراخې نړیوالې همکارۍ او اجماع ته اړتیا ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








