TOOSnews
اعلان
د قبرس په شمالي اوبو کې یوه بېړۍ له شاوخوا ۲۷۰ سپرلیو سره ډوبه شوې.
نړۍټوس نیوز

د قبرس په شمالي اوبو کې یوه بېړۍ له شاوخوا ۲۷۰ سپرلیو سره ډوبه شوې.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د قبرس په شمالي اوبو کې د شاوخوا ۲۷۰ کسانو د سپرلۍ یوه مسافر وړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته، د سپرلیو د ژغورنې لپاره پراخ عملیات پیل شوي دي. چارواکو تر اوسه د لږ تر لږه یوه کس د مړینې او د ۱۵۹ نورو کسانو د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، د قبرس په شمالي اوبو کې رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، په بېړۍ کې اته کسان د عملې غړي وو او پاتې نور کسان مسافر وو.

یاده بېړۍ چې د یوه خصوصي شرکت اړوند وه، د قبرس شمالي سیمې له «ګیرنه» بندر څخه د ترکیې د مرسین ښار د «تاشوجو» بندر پر لور روانه وه، چې په اوبو کې ډوبه شوه. تر اوسه د پېښې د دقیق وخت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د بېړۍ د ډوبېدو لامل لا هم معلوم نه دی او اړوند چارواکي د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي. تر اوسه رسمي چارواکو د دې پېښې د احتمالي لاملونو په اړه کوم معلومات نه دي وړاندې کړي.

چارواکو ویلي، هغه کسان چې له پېښې ژغورل شوي، د طبي خدمتونو او روغتون ته د لېږد لپاره د ګیرنه بندر ته انتقال شوي دي. د پاتې سپرلیو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

له سیمې خپرو شویو انځورونو کې یو شمېر سپرلي لیدل کېږي چې د ژغورنې جاکټونه یې اغوستي او پر بېړۍ ناست یا ولاړ دي. د ژغورل شویو کسانو د وروستي شمېر او د نورو سپرلیو د برخلیک په اړه لا هم وروستي معلومات نه دي اعلان شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.