TOOSnews
اعلان
په سویس کې د افغان بدن‌جوړوونکي ځلا؛ میلا‌د حسيني دوه مډالونه وګټل.
ورزشټوس نیوز

په سویس کې د افغان بدن‌جوړوونکي ځلا؛ میلا‌د حسيني دوه مډالونه وګټل.

۴ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان بدن‌جوړونکي، میلاد حسیني، د «اېن پي سي سویس» د بدن‌جوړونې په سیالیو کې د نارینه‌وو د «کلاسیک فزیک» په برخه کې غوره وځلېد. نوموړي له شاوخوا ۱۰ ورزشکارانو سره له یوې نږدې او سختې سیالۍ وروسته فاینل ته لار وموندله او په پای کې یې د دغو سیالیو درېیم مقام خپل کړ.

حسيني د نارینه‌وو په درانه وزن کې هم بریا ترلاسه کړه او سره له دې چې د خپلو سیالانو په پرتله شاوخوا ۱۰ کیلوګرامه کم وزن یې درلود، وتوانېد چې د سپینو زرو مډال وګټي.

دغه ۲۹ کلن ورزشکار له ۱۱ کلونو راهیسې په سویس کې ژوند کوي او شاوخوا ۱۰ کاله کېږي چې د بدن‌جوړونې په برخه کې فعالیت کوي. هغه په تېرو دوو کلونو کې په پرله‌پسې ډول د بدن‌جوړونې په بېلابېلو سیالیو کې ګډون کړی او خپله مسلکي لاره یې تعقیب کړې ده.

ټاکل شوې ده چې حسيني دوه اوونۍ وروسته د سویس په «مستر یونیورس» سیالیو کې هم ګډون وکړي او د لا غوره مقام او نورو بریاوو لپاره به سیالي وکړي.

نوموړي په دغو سیالیو کې ترلاسه کړي مډالونه د افغانستان ښځو او نارینه‌وو ته ډالۍ کړي دي.

د حسيني ایراني روزونکی، شهروز رحیمي، هم د نوموړي د چمتووالي او په سیالیو کې د ګډون په بهیر کې ورسره همکاري کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.