یو افغان سړی د جرمني په پلازمېنه برلین کې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور، چې ویل کېږي د خپلو ماشومانو په وړاندې یې د پخلنځي په چاړه وژلې وه، په عمري بند محکوم شوی دی. د جرمني فدرالي محکمې د کارلسروهه په ښار کې د چهارشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۶مه، په دې قضیه کې د برلین ایالتي محکمې پرېکړه تایید کړه.
دغه سړی تورن و چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۱۷مه یې خپله ۳۷ کلنه مېرمن د خپلو ماشومانو په وړاندې د چاړې په ګوزارونو وژلې ده. د برلین ایالتي محکمې د روان کال په جنوري کې نوموړی په عمري بند محکوم کړی و او د فدرالي محکمې له خوا د دې حکم له تایید وروسته، دغه پرېکړه پر خپل ځای پاتې شوه.
د برلین محکمې قاضي د حکم د اعلان پر مهال ویلي وو چې تورن له خپلې مېرمنې سره د یوه «بدلېدونکي شي» په توګه چلند کاوه. د قاضي په وینا، د دغه سړي چلند ښودله چې هغه ځان د دې حقلرونکی باله چې د خپلې مېرمنې د چلند له امله هغې ته «سزا» ورکړي او حتی ځان یې د هغې د «ژوند اخیستو» مستحق ګاڼه.
د دویچهوېلې د راپور له مخې، دغې ښځې او مېړه په ۲۰۰۳ کال کې په افغانستان کې واده کړی و او په ۲۰۱۵ کال کې جرمني ته کډوال شوي وو. خو په ورپسې کلونو کې یې ګډ ژوند له تاوتریخوالي، اختلافونو او کړکېچونو سره مخ و او د دواړو ترمنځ اړیکې په تدریجي ډول له جدي ستونزو سره مخ شوې.
د محکمې د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه سړي په خپلې مېرمنې بېځایه شک کاوه او د هغه چلند له کنټرول، محدودیتونو او ګواښونو سره مل و. محکمې ویلي چې دا ډول چلند د دوی د ګډ ژوند په اوږدو کې دوام درلود او په پای کې یې د دواړو ترمنځ اختلافات لا زیات کړل.
دغه سړي په ۲۰۲۴ کال کې د اسلامي شریعت له مخې له خپلې مېرمنې څخه جلا شوی و او وروسته یې د همدې دود له مخې له یوې بلې ښځې سره واده کړی و. خو د جرمني د قوانینو له مخې، د هغه له لومړۍ مېرمنې سره طلاق لا په رسمي ډول نه و نهایی شوی او دواړه لا هم د جرمني د قانون له نظره مېړه او مېرمن بلل کېدل.
په دې توګه، دغه ښځه او مېړه له مذهبي پلوه له یو بل څخه جلا شوي وو، خو د جرمني د قانون له مخې یې طلاق په رسمي ډول نه و ثبت شوی. دغه سړي هم د جرمني له دولتي ادارو څخه د خپلې لومړۍ مېرمنې د رسمي طلاق سند نه و ترلاسه کړی او د دوی د لومړي واده قانوني وضعیت لا هم پر خپل ځای و.
د دویچهوېلې د راپور له مخې، دغه سړي، چې له بلې ښځې سره یې واده کړی و، ګومان کاوه چې پخوانۍ مېرمن یې هم له بل چا سره نوې اړیکه پیل کړې ده. نوموړی له دې موضوع ناخوښه و او غوښتل یې چې د خپلو څلورو ماشومانو مور بېرته ورسره ګډ ژوند پیل کړي، خو ښځې دا غوښتنه نه وه منلې.
د برلین محکمې ویلي چې ښځې د دغه سړي غوښتنې نه منلې او له هغه سره ګډ ژوند ته له بېرته ستنېدو څخه یې ډډه کړې وه. د قضیې څارنوال هم ویلي چې د ښځې مخالفت د تورن له غوښتنو سره، په ځانګړي ډول د څو مېرمنو د واده نه منل، له هغو عواملو څخه وو چې په پای کې یې د دغه سړي د وژنې د پرېکړې په رامنځته کېدو کې رول درلود.
لیکواله:سلیمه آریایي








