افغانستان د اېرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې پیاوړې لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۹۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او اېرلنډ ته یې د ۳۰۰ منډو هدف وټاکه. خو اېرلنډي لوبغاړو ونه شو کولای دغه هدف ته ځان ورسوي او په ۳۳.۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۰۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره راشد خان د اېرلنډ د توپ وهنې کرښه په بشپړه توګه ګډه وډه کړه او شپږ لوبغاړي یې وسوځول. عظمتالله عمرزي دوه او فضلالحق فاروقي یوه ویکټه واخیسته.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ درېیمه یو ورځنۍ لوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ ترسره شي.
لیکوال:سعید سمیر








