TOOSnews
اعلان
افغانستان ته د اسيا كرېكټ شورا د دوره يي مشرتابه حق وركړل شو.
ورزشټوس نیوز

افغانستان ته د اسيا كرېكټ شورا د دوره يي مشرتابه حق وركړل شو.

۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کرېکټ اسیايي شورا (ACC) په کلنۍ عمومي غونډه کې پرېکړه شوې چې افغانستان به هم له دې وروسته د دغې شورا د دوره‌یي مشرتابه حق ولري.

د شورا د معلوماتو له مخې، د غړو هېوادونو په موافقه د افغانستان کرېکټ بورډ د هغو بشپړ غړیتوب لرونکو بورډونو په نوملړ کې شامل شوی چې کولای شي د ACC مشري پر غاړه واخلي.

تر دې وړاندې د اسیا کرېکټ شورا مشري د هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا ترمنځ په نوبتي ډول ترسره کېده، خو د تازه پرېکړې له مخې افغانستان هم په دغه بهیر کې شامل شوی دی.

د ACC کلنۍ عمومي غونډه د اګسټ په ۲۲مه د تایلنډ په بنکاک کې د ټولو غړو هېوادونو په ګډون ترسره شوې ده.

په غونډه کې د شورا مرستیال، د اجراییوي بورډ نوي غړي او د بېلابېلو کمېټو جوړښت هم تصویب شوی دی.

د کرېکټ اسیايي شورا ویلي، دغه پرېکړې د غړو هېوادونو د پراخ استازیتوب او په اسیا کې د کرېکټ د لا ودې او پراختیا په موخه شوې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.