TOOSnews
اعلان
افغانستان په مالدیف کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د دویمې پرله‌پسې بریا په لټه کې.
ورزشټوس نیوز

افغانستان په مالدیف کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د دویمې پرله‌پسې بریا په لټه کې.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د مالدیف د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۴مه، د بنګله‌دېش له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو د مالدیف په پلازمېنه ماله ښار کې ترسره شي.

د خوزه انتونیو نوګیرا تر روزنې لاندې افغان لوبډلې خپلې سیالۍ په بریا پیل کړې او په لومړۍ لوبه کې یې کوربه مالدیف ته د ۱-۰ په پایله ماته ورکړه.

په هغې لوبه کې رومان فاضي د لوبې په ۸۰مه دقیقه کې یوازینی ګول وواهه او افغانستان ته یې درې ارزښتناک امتیازونه ترلاسه کړل.

افغانستان د دغې بریا په ترلاسه کولو سره د سیالیو د جدول سر ته رسېدلی او اوس هیله لري چې د بنګله‌دېش پر وړاندې د ښې پایلې په ترلاسه کولو سره د پایلوبې پر لور یو مهم ګام پورته کړي.

د «الماس جوبیلي» سیالۍ د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو کم‌عمره لوبډلې په ګډون د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې پورې په مالدیف کې ترسره کېږي.

د افغانستان ملي لوبډله به له بنګله‌دېش سره تر لوبې وروسته، د دې پړاو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د غبرګولي په ۱۷مه له پاکستان سره مخامخ شي.

که افغان لوبډله خپل بریالی بهیر دوامداره وساتي او مثبتې پایلې ترلاسه کړي، نو د دغو سیالیو پایلوبې ته د رسېدو له اصلي مدعیانو څخه به وي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.