اکبر امیري د ټاکنیزې سیالۍ په پایله کې د امید سهاک په ماتولو سره، د ۲۰۲۶ کال ناګویا اسیایي لوبو کې د تکوانډو د مثبت ۸۰ کیلوګرامه وزن په برخه کې د افغانستان د استازي په توګه وټاکل شو. تر دې وړاندې حکمتالله زین هم د منفي ۶۸ کیلوګرامه وزن په برخه کې دغو سیالیو ته د ګډون جواز ترلاسه کړی و.
په دې توګه، افغانستان به د تکوانډو په برخه کې له دوو ملي لوبغاړو، حکمتالله زین او علياکبر امیري، سره د شلم پړاو اسیایي لوبو، چې په ناګویا کې ترسره کېږي، ګډون وکړي. دغه دواړه ورزشکاران به د تکوانډو په دوو بېلابېلو وزنونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
د شلم پړاو اسیایي لوبې به د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۸مه نېټه د جاپان په آیچي ولایت او ناګویا ښار کې پیل او د تلې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې به دوام وکړي. دا سیالۍ د اسیا له مهمو ورزشي سیالیو څخه ګڼل کېږي او د بېلابېلو هېوادونو ورزشکاران به په بېلابېلو ورزشي څانګو کې پکې ګډون وکړي.
ناګویا، په ۱۹۵۸ کال کې له توکیو او په ۱۹۹۴ کال کې له هیروشیما وروسته، د جاپان درېیم ښار دی چې د اسیایي لوبو کوربهتوب کوي. دغه سیالۍ به افغان ورزشکارانو ته د اسیا په یوه له مهمو قارهیي ورزشي سیالیو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








