د افغانستان کرېکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د هند پر وړاندې د درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره د ۱۵ کسیزې ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د اعلان شوي نوملړ له مخې، ابراهیم ځدراڼ د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او رحمانالله ګربز او نورالرحمن د ویکټ ساتونکو په توګه شامل دي. په لوبډله کې صدیقالله اتل، درویش رسولي، عظمتالله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، راشد خان، ننګیالی خروټی، مجیبالرحمن، نوراحمد لکڼوال، فضلالحق فاروقي، نوینالحق او عبدالله احمدزی هم شامل دي.
شاهدالله کمال، فرید احمد ملک او اعجاز احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند ترمنځ درې شل اوریزې سیالۍ د وږي په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان ملي لوبډله به د تمریناتو او دغو سیالیو ته د چمتووالي لپاره هند ته سفر وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








